ایکنا د ایران پریس له قوله راپور راکوی، دغه نندارتون له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته د اسلام دګران پیغمبر(ص) دهجرت ځانګړي واقعه د تصویرونو په چوکاټ کې شبیه سازي کړې او تري ډی په بڼه ئې دکتونکو نندارې ته وړاندې کړې ده.
له مکې مدینې ته د حضرت محمد مصطفی(ص) هجرت دتاریخ لاره بدله کړه او د اسلامي حکومت او دتاریخ بنسټونه ئې کيښودل.
دغې مهمې تاریخي پیښې قمری هجري کال هم مشخص کړ چې د اسلامی تمدن او په کلی توګه ئې د اسلام د ګران پیغمبر د میراث بډايتوب ښودنه کوي.
په مکې کې پر مسلمانانو دد قریشو له سختیانو او ظلمونو وروسته د اسلام ګران پیغمبر (ص) له خداوندمتعاله دهجرت ِاذن وغوښت او د اِذن له صادریدا وروسته مسلمانانو مدینې منورّې ته هجرت وکړ.
د اسلام د ګران پیغمبر او مسلمانانو له مکې مدینې ته هجرت د بعثت په وروستي دیارلسم کال کې ترسره شو.